د دي ژوند نه وروستو به څه وي؟ معلومه کړئ!

د دي ژوند نه وروستو به څه وي؟ معلومه کړئ!

   Francais Español Pусский العربية Nederlands Deutsch  Persian (Farsi) فارسی Bengali বাংলা Hindi हिन्दी Punjabi ਪੰਜਾਬੀ English Portugese Ukranian አማርኛ (Amharic) 简体中文  پښتو  日本語 

ګلونه ډير ښکلي زرغون شي، خو بيا مړاوي شي۔ ژوند لکه د سحر د دهند دے: کوم چي لګ وخت له پاره موجود وي خو بيا ختم شي۔ لکه د ګل دا ژوند به هم يوه ورځ ختم شي۔۔۔

مخکي به څه وي؟

په دي خبره کي هيڅ شک نشته چي مونږ به راتلونکي وخت کي مړه کيږو: د مرګ نه وروستو به څه وي؟ د ګلونو برعکس، زمونږ روح به ژوندي وي۔ فرض کړئي چي خداوند پاک په حقيقت کي شته، چي د ګلونو خالق هم دے او ستاسو هم۔۔۔ نو تاسو به هم د ډيرو هغه خلقو په شان جوړيږئ څوک چي خداوند نه مني؟ او که چري تاسو مړه شئي نو بيا به څه وي، د هغه نه بغير به تاسو چرته ځئ؟ ستاسو سره به څه کيږي؟

په زمکه د ژوند معجزه

په زمکه موجود يو ډير وړوکي ګل هم په ډيره حيران کن طريقه جوړ دے۔ د زمکي په دي ساخت او ټول کائنات کي د انسانانو، ځناورو او بوټو پيدائش دا خبره ثابتوي چي دا هر څه پخپله نه دي جوړ شوي خو چا پيدا کړي دي: او هغه خداوند پاک دے۔ آيا هغه يوه کامله هستي نه ده؟ بلکل: کامله ده۔ پاک او طاقتور۔ خداوند پاک خامخا موجود دے، او په تاسو باندي هر وخت نظر ساتي۔

زمونږ د ژوند نتيجه

خداوند ستاسو سره رابطه بيا جوړول غواړي: هغه ستاسو سره ډيره زياته مينه کوي! خو يوه مسئله ده: هغه پاک دے، او ټول ګناهونه چي تاسو دي ژوند کي کړي دي، تاسو د هغه نه بيلوي۔ نه يواځي په دي ژوند کي، ولي ستاسو ګناهونه به د مرګ نه وروستو هم تاسو جنت ته دننه کيدو ته پري نه ږدي۔ ځکه چي دا خبره ممکنه نه ده چي يو ګناه ګار بنده په جنت کي د يو پاک خداوند سره اوسي په حال د دي چي هغه به ګناهونو داغ دار وي۔

د ميني قرباني

خداوند پاک د خبره خوښه کړه چي ستاسو د ګناهونه کشاله په خپله هواره کړي۔ خواو شا 2000 کال مخکي هغه خپل ځوئ، حضرت مسيح عليه سلام دي دنيا ته راوليګو۔ حضرت مسيح چي د خداوندي واحد ځوي وو، ستاسو د ګناهونو الزام په خپل سر واغستو: خپل ژوند ي قربان کړو او په صليب مړ شو۔ دا کار ضروري وو: دغه ګناهونه يواځي هم په دغه ډول ختميدي شول چي د يو معصوم په وينو اوينځلي شي۔ د صليب نه وروستو، حضرت مسيح د خپل قبر نه بيا راپاڅيدو، او اوس په جنت کي ژوندي دي او د خداوند پاک ښي لاس ته اوسي۔ ستاسو ګناهونه يواځي حضرت مسيح ختمولي شي۔ يو ديني ژوند، ښه کارونه يا نور هيڅ کار هم دا نه شي کولي: حضرت مسيح خداوند پاک طرف ته واحد لار ده۔

د خداوند وړانديز او شرط

په لنډو ټکو کي دا رښتيا دي، د صليب نه وروستو، خداوند پاک هر چا ته خپله مينه، د ګناهونو نه معافي او يو روحاني ژوند وړاندي کوي۔ خو يو شرط هم لګوي: د ايمان شرط۔ په کوم ايمان ؟

  1. په دي خبره ايمان چي حضرت مسيح د خداوند پاک ځوي دے؛
  2. په دي خبره ايمان چي حضرت مسيح د ګناهونو نه بچ کولو والا دے؛
  3. په دي خبره ايمان چي حضرت مسيح ستاسو د ژوند يو ژوندي مالک دے، هغه خپل آقا تسليم کړئ او د نن نه وروستو هغه شان جوړ شئ څنکه چي هغه ستاسو نه غوښتنه کړي ده۔

هم دغه يوه لار ده کله چي تاسو په دي خبرو يقين اوکړئ، نو تاسو ته به معافي ملاو شي او د ګناهونو نه به پاک شئ، او د مرګ نه وروستو به درته يو يقيني روحاني ژوند ملاو شي۔

د حضرت مسيح خلاف تلل به ډير زيات تاواني وي

که چري تاسو په دي خبره يقين کوئ چي خداوند پاک د سر نه شته نه او يا په حضرت مسيح عليه سلام يقين نه کوئ، نو تاسو د خداوند پاک مخالفت کوئ۔ که چري تاسو دا سوچ کوئي چي تاسو ته د خپلو ګناهونه صفا کولو له پاره د حضرت مسيح عليه سلام ضرورت نشته، نو تاسو به هميش په خپلو ګناهونو کي داغدار ئي او د دي ژوند نه وروستو ژوند کي به په دي خبره ستاسو نيوکه کيږي۔ نتيجه به ئي ډيره تاواني وي او جنت ته تلل به ناممکن وي۔ په دي خبره ښه سوچ اوکړئ!

په وخت ټاکنه اوکړئ

خوښه ستاسو ده:  آيا تاسو په حضرت مسيح عليه سلام دا يقين ساتئ چي هغه ستاسو بچ کولو والا او آقا دے؟ جنت ته د داخيليدو له پاره د دي نه سيوا بله لار نشته۔ نو د دنيا په دي لګ ژوند کي دا اوس په تاسو پوري ده چي فيصله اوکړئ۔ مرګ ناساپه راتلي شي او حالات د قابو نه بهر کيدي شي، په دي حال کي به بيا د دي فيصلي کولو له پاره وخت نه وي چي آيا تاسو په حضرت مسيح عليه سلام يقين ساتئ او کنه او چي بيا د هغه د معافي طلب اوکړئ۔ دا فيصله مه ايثاروئ؛ د نن کار هم نن اوکړئ۔

که تاسو په دي حقله نور لوستل غواړئ نو د خداوند پاک خپل بيان نور په تفصيل دلته اوګورئ۔ ۔ ۔

د کلونو نه سيوا

که تاسو د مخکي نه خپله فيصله کړي وي چي د خپل ژوند د ټولو نه غوره کار اوکړئ۔ ۔ ۔۔

د عمل له پاره تيار اوسئ

زمونږ نيک خواهشات ستاسو سره دي!

که تاسو نور لوستل نه غواړئ، نو خداوند پاک دي په موجوده ژوند کي تاسو بيا هم اوبښي، تاسو او ستاسو کډي والو له دي خداوند پاک ښه صحت او اوږد ژوند ورکړي!

خو، مونږ بيا هم اُميد لرو چي خداوند پاک به پخپله ستاسو په زړه کي د مرګ نه وروستو د ژوند په اړه نصيحت واچوي: او تاسو دي د ګناه او نيوکي نه منع کړي۔ خداوند پاک دي کړي چي تاسو د هغه مينے پسي لکه د مقناطيس ورجوخت شئ! باوجود د دي چي هغه به کله هم په تاسو دا زور نه راولي چي خامخا حضرت مسيح خپل خالق او مالک اومنئ، ستاسو په ټول ژوند کي به خداوند پاک تاسو طرف ته لاس مخکي کوي او اميد به ساتي چي تاسو هغه طرف ته رجوع اوکړئ۔

دا يوه کرښه دُعا ياد ساتئ او د ضرورت په وخت ئي وائي:

“اے حضرت مسيح، د خداوند پاک ځويه، زما ګناهونه معاف کړي او زما د روح حفاظت اوکړي”۔

خداوند پاک دي تاسو اوبښي !