د عمل کولو له پاره تيار اوسئ

د عمل کولو له پاره تيار اوسئ

د حضرت مسيح په لار خداوند پاک ته رسيدل

يو څو عملي قدمونه درته ښايو د کومي په لار چي تاسو خداوند پاک ته د حضرت مسيح په نسبت رسيدي شئ: عبادت؛ ستاسو راتلونکي وخت، په دي ژوند کي او د مرګ نه وروستو ژوند کي، دا مهم عبادت په ايماندارئ کولو سره بدليدي شي۔

مونږ تاسو ته هر کلي وايو چي دا عبادت د زړه په مينه د خداوند پاک په دربار کي اوائي:

مهربان خداونده،

زما په دي خبره يقين دے چي تا جنت، دا دنيا او زما ځان پيدا کړي دے

زما په دي خبره يقين دے چي يواځي ته زما د روح حفاظت کولو والائي، زه پخپله داسي نه شم کولي

زما په دي خبره يقين دے چي حضرت مسيح عليه سلام ستا ځوي دے

اے حضرت مسيح زما په دي خبره يقين دے چي ته زمکي ته راکوز شوي وي، په صليب باندي زما د ګناهونو له کبله مړ شوي وي او بيا ژوندي شوي وي

مهرباني اوکړه زما ګناهونه معاف کړه او په خپله وينا باندي ئي اوينځا

په صليب باندي ستا د قربانئ ورکولو ډيره شکريه

ستا د دي خبري له پاره هم ډيره شکريه چي د مرګ نه وروستو راپاڅيدي، ژوندي شوي او زما عرضي اوري

اے حضرت مسيح، ځه اوس قبلوم چي ته زما بچاو کوونکي او زما د ژوند مالک يئ

ځه خپل زړه او خپل ځان ته لا درکوم

زما زړه د خپل پاک روح نه ډک کړه او په ما باندي د خپلي مينے، خيال ساتني او رهنمائي باران اوکړه

په ما دا احسان اوکړه چي ځه يو اخلاص مند مسيحئي جوړ شم، ستا پيروي اوکړم او زړه کي هر وخت ستا له پاره ډيره زياته مينه اوساتم

په دي خبره کي زما امداد اوکړه چي هر وخت تا ته نژدي پاتي شم او زما د ژوند هره لحظه زما رهنمائي اوکړه

زما امداد اوکړه چي د نن ورځي نه وروستو ځه خپل ژوند په ښه او خالصه توګه تير کړم، او هغه ښه کارونه اوکړم چي خداوند پري خوشحاليږي

زما ژوند د خپل ژوند په شان کړه، چي ځه ستا مينه او امن د نورو خلقو سره شريک کړم په هغه طريقه کومه چي ستا خوښه ده

د نن ورځي نه وروستو زما زړه ستا دے، اوس هم او د مرګ نه وروستو هم

ستا ډيره مننه چي ځه اوس يقين کولي شم – له کبله ستا د الفاظو چي په بائبل کي دي- اوس ځه د مرګ نه وروستو ژوند باندي يقين ساتم، کوم چي به ځه ستا سره تيروم؛ اوس په زمکه او د مرګ نه وروستو ستا سره په جنت کي

ستا رضا دي زما ژوند کي شامله وي، ځه ستا د نوم عبادت کوم،

آمين

تاسو دا عبادت ختم کړو؟

او، ما ختم کړو