فائده مند لنکونه

فائده مند لنکونه

لنکونه لاندي ورکړي دي، خو اول دا:

يو ځل بيا (حضرت مسيح) د سيند مثال ورکوي۔ ډير خلق هغه ته راجمع شول، نو هغه يوه کشتئ کي کيناستو او په سيند کي روان شو؛ او ټول خلق د سيند په غاړه ولاړ وو تماشه ئي کوله۔ بيا هغه هغوي ته ډيري خبري د قصو په شکل کي اوښودلي او خپل بيانونه ئي ورته اوکړل:

“واورئي! او غور اوکړئ، يو زميدار کرونده اوکړه۔ داسي اوشوه چي د تخم څه داني په پوله اوغورزيدي؛ مرغئ راغلي او دغه داني يه اوخوړي۔ څه داني په کمرانو کي اولګيدي کوم ځائ چي زياته خاوره نه وه؛ دغه داني ډير زر زرغونه شوي ځکه چي په زمکه کي ډوبي نه وي۔خو چي کله پري نمر اولګيدو نو هغه اوچي شوي ځکه چي ځيلي ئي په زمکه کي خښي نه وي۔ د تخم څه داني په غنو او جاخو کي اوغورزيدي۔ دغه داني زرغونه شوي خو غني او جاخي دومره غټي شوي چي دغه دانو هيڅ فصل او نه کړو۔ ولي بعضي داني په ښکلي خاوره کي اولګيدي، زرغونه شوي او ښکلي فصل ئي اوکړو؛ بعضي ديرش ګنه، بعض شپيته ګنه او بعضي سل ګنه۔”

هغه دغه خلقو ته اووي، “د هغه چا چي غوږونه دي او اوريدي شي، هغه پريږدئ چي واوري!”

خو کله چي هغه يواځي وو، نو هغه خلق چي د دولسو سره وو، د هغه نه ئي د قصو په حقله پښتنه اوکړه۔ او هغه ورله جواب ورکړو، “ستاسو د پاره په دي خبرو کي د خداوند پاک د خداوند په حقله د معلومولو لار ده؛ خو چي څوک باهر دي، هغوي ته هره يوه خبره د قصي په شکل کولي شي، ځکه چي

‘په ليدو به هغه اوويني خو پيژندل به او نه کړي شي،

په اوريدو به هغه واوري خو پوهه به نه شي،

خو که چري هغوي راواپس شي،

نو د هغوي ګناهونه به معاف کړي شي۔‘

او هغه هغوي ته اووي، “تاسو په دي قصه پوهه نه شوئ؟ نو بيا به تاسو په نورو ټولو قصو څنګه پوهيږئ؟ کرونده کوونکي ستاسو مخکي د الفاظو کرونده کوي۔ او هغه کسان په پوله د غورزيدونکي تخم پشان دي کله چي هغوي دا الفاظ واوري، نو شيطان سمدستي راشي او کوم الفاظ چي د هغوي په زړونو کي اچولي شوي وو، هغه تري اوباسي۔ په ګټو کي د زرغون شوي تخم مثال کي هغه خلق دي کوم چي خبره واوري نو سمدستي ي ډير په خوشحالئ قبوله کړي؛ خو د هغوي د ايمان ځيلي مضبوطي نه وي، له دي کبله هغه خبره صرف د لګ وخت له پاره وي، کله چي د دنيا يو خواهش په هغوي زوراور شي، نو هغوي ورته هار اومني۔ او هغه خلق چي مثال ئي په غنو او جاخو کي د کرلي تخم دانو په محال دي هغه کسان دي کوم چي خبره واوري خو د دنيا مينه، د مال دولت دهوکه او خواهشات د هغوي د زړه نه دغه خبره غورزوي او هيڅ فائده نه کوي۔ د هغه تخم د دانو په مثل کومي چي په زرخيزه زمکه لګيدلي وي کسان داسي وي څوک چي خبره واوري، هغه قبوله کړي او عمل پري کوي؛ څوک ديرش ګنا، څوک شپيته ګنا، او څوک سل ګنا”۔ (مارک 4:1-20)

ميوا دار کيدل

آيا تاسو ځان له پاره د لار خوښوئي چي حضرت مسيح عليه سلام دي ستاسو خالق او مالک وي؟ که داسي کوئي نو دا ډيره زبردسته خبره ده! اوس به ستاسو ژوند څنګه وي؟

  • آيا دا هر څه به درنه ډير زر هير شي؟
  • آيا دا هر څه به يواځي د لګ وخت له پاره وي، او چي کله هم لګه سختي مخي ته راغله نو تاسو به د هر څه نه بيا په شا شئ؟
  • آيا تاسو به دا هر څه د دنيا د غمونو، لالچ او مال و دولت د پاره هير کړئ؟
  • که نه۔۔۔ ستاسو ژوند به ميوادار وي، چي ډيري ميوي نيسي!!! مونږ اميد لرو چي ميوادار به وي، ځکه چي دغه خبره د ټولو نه غوره ده!

دا خبره يقيني کړئ چي تاسو په آخري بيان کړي شوي درجه کي شامل شئ، او هميش خپل خالق ته نژدي اوسئ! مونږ په سختئ سره دا مشوره درکوو چي يو ښه چرچ ته لاړ شئ يا د نورو مسيحئيانو خواه ته لاړ شئ: يو داسي ځاي چي هلته صرف د حضرت مسيح عليه سلام خبري کيږي او چي کوم ځائ خلق په تورات يقين ساتي او د هغي په رنړا کي خپل ژوند تيروي۔ دا به تاسو لا ډير لاس درکړي او ستاسو د ايمان په مضبوط والي کي به ستاسو امداد اوکړي۔ په دي ژوند کي د حضرت مسيح عليه سلام لار مه پريږدئ، يوه ورځ به هغه تاسو له د دي انعام او بدله درکوي۔

ويب سائټس

لاندي ورکړي شوي ويب سائټس به ستاسو ډير امداد اوکړي:

www.alpha.org (بنيادي خبري پري زده کولي شئ)
www.biblegateway.com (تورات پري په ډيرو ژبو کي کتلي شئ)
www.youversion.com  (تورات پري ان لائن کتلي شئ، په ډيرو ژبو کي)
http://christianpf.com/free-bible  (بائبل پري بغير له پيسو ملاويږي)
http://bibleseo.com/free-bible-studies/ (د بائبل مطالعه)
www.gracethrufaith.com  (د بائبل مطالعه او نوري خبري، ډير خوندور معلومات، سوالونه پري هم تپوسلي شئ)
isaalmasih.net (نور معلومات په عربي، انډونيشيائي، ترکي، سپين او پرتګالئ ژبه کي)
ar.arabicbible.com/ (نور معلومات په عربي ژبه کي)
www.cru.org (د خپل ايمان خبري د نورو خلقو سره شريکي کړئ)

فلم

دا فلم د کتلو له پاره ډير ښه دے:

که ستاسو څه سوالونه وي

په دي ويب سائټس تاسو نور لوستل هم کولي شئ، او که څه سوالونه کول غواړئ نو هم کولي شئ: